په پکتیا کې۱۰ میله امریکایي «بریټا» تفنګچې له ۱۰۰۰ فیره مرمیو سره کشف شوې

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۹
سب


پولیسو ځواکونو د پکتیا ولایت د ډنډې پټان ولسوالۍ د زندو په سیمه کې ۱۰ میله امریکایي بریټا تفنګچې او  زر فیره مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.
یادې وسلې او مهمات چې د قاچاقبرانو له خوا له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل، د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او ونیول شول، خو قاچاقبران له سیمې تښتېدلي دي او د پولیسو له لوري د هغوی د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.