په پنځو ولایتونو کې؛ ۲۵ تنه د مختلفو جرمونو په تړاو نیول شوي

امنیتي ځواکونو د هیواد په څلورو ولایتونو کې ۲۵ تنه د غلا، وژنې، قاچاق، ناروا اړیکو او نورو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له منځه يې، ۱۰ تنه د ۱۰ زرو ګیلو ګرامو د قاچاق په تړاو په نیمروز، پنځه تنه د وژنې او نورو جرمونو په تړاو په نورستان، څلور تنه د اخلاقي فشاد په تړاو په کندوز او همدا راز پنځه تنه په بلخ او یو بل تن د غلا په تړاو د لوګر ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.