په هلمند ولایت کې ۱۱۴۴ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۳۲
asdfa

د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یو کشفي عملیات په ترڅ کې دوه تنه له ۱۱۴۴ کیلوګرامه نشه‌يي توکو سره د دې ولایت د ګرم‌سېر ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي دي. نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.