په هلمند ولایت کې لسګونه میله  وسلې او زرګونه مرمۍ نیول شوي 

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
fsgs

د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پوليسو د تېرو پنځو میاشتو په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې کشفي عملیات کړي چې په نتیجه کې ۴۲۶ میله بېلابېلې وسلې او زرګونه مرمۍ کشف او ضبط کړي دي.
د یادو وسلو او مهماتو په تړاو ٧٥ تنه نیول شوي، چي له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.