په هلمند او نیمروز ولایتونو کې، لسګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي او په زرګونه کیلو ګرامه د نشه یي توکو جوړولو مواد کشف او تر لاسه شول
د نیمروز امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د یوه کشفي اقدام په ترڅ کې ،۵۵ کیلو ګرامه شیشه د یاد ولایت په کنګ ولسوالۍ کشف او تر لاسه کړل.
دغه راز اته زره ۱۷۰ کیلو ګرامه هغه مواد چې د نشه یي توکو په جوړولو کې تر کار اخیستل کېده، د هلمند په باغران ولسوالۍ کې کشف او تر لاسه شوي دي.