په هلمند او بلخ ولایتونو کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ضبط شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۵
شیبشسب

د هلمند ولایت امنیې قومندانۍ پولیسو، د دغه ولایت د درییمې امنیتي حوزي په مربوطاتو کې ۳ تنه له یو میل کلاشینکوف، دوه میله تومانچې، یو چریکي هاوان، ۵ دانې د کلاشینکوف شاجورونه او د نورو وسایلو د لېږد په تړاو چې په یو عراده سیپا موتر کې ځای پر ځای شوي وو، نیولي دي.
همدارنګه، د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیسو د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د شیشو تورولو او بې اسناده موټرو د پاکسازۍ د کمپاین په مهال لسګونه وسایط د تورو شیشو څخه پاک کړې او ۹ میله وسلې، چې پکې ۳ میله کلاشینکوف، ۲ میله M4 او ۴ میله تفنګچې، چې د کارتونو وخت يې پای ته رسېدلی وو، له مسؤلینو څخه ضبط کړي دي.