په هرات کې د نشهيي توکو د پلور په تړاو ۸ تنه ونیول شول
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه د نشهيي توکو د پلور په تړاو ونیول.
له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه تریاک، شیشه، نشهيي ګولۍ او الکولي مشروبات ترلاسه شوي دي.