په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د اورلګېدنې دوې سترې پېښې د پولیسو له لوري مهار شوې او د سلګونو میلیونو افغانیو په ارزښت شتمنۍ وژغورل شوې
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د اور وژنې ځواکونو، د خپل پر وخت او مسلکي اقدام په پایله کې د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي په دویم فاز کې یوه لویه اورلګېدنه مهار کړه او د ۶۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت شتمنۍ یې هم له اور څخه وژغوله.
همدارنګه، د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د اورلګېدنې د یوې بلې پېښې د پراخېدو مخه هم ونیول شوه او د یو میلیون افغانیو په ارزښت شتمني د اور له خوراګ وژغورل شوه.