په هرات، زابل او لغمان ولایتونو کې د پولیسو ځواکونو ته سلګونه موټرسایکلونه ووېشل شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۲۷
asdfaf

د هېوادوالو د ښه امنیت د ټینګښت او د پولیسو ځواکونو د عملیاتي وړتیا د لوړولو په موخه، په هرات، زابل او لغمان ولایتونو کې د پولیسو ځواکونو ته سلګونه نوي موټرسایکلونه ووېشل شول. په دغو موټرسایکلونو کې ۹۵ عرادې د هرات، ۵۰ عرادې د زابل او لسګونه نور د لغمان ولایت پولیسو ته ورکړل شول، ترڅو وکولای شي د سپارل شویو دندو په ترسره کولو، پېښو ته په پر وخت رسېدنې او د ښاري نظم او امنیت په ټینګښت کې لا اغېزمن خدمتونه وړاندې کړي. امنیتي ځواکونه به له دغو نویو امکاناتو په ګټې اخیستنې، په ښاري کچه لا ښه شتون او چمتووالی ولري او د خلکو د امنیت ساتلو لپاره به په دوامداره توګه هڅې وکړي.