په نیمروز ولایت کې ۱۳۳ زره نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط شوې

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۲۰
asdfsda

د نیمروز ولایت د زرنج ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هدفي عملیاتو په پایله کې ۱۳۳ زره نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط کړې دي. د دغې قضیې په تړاو یو تن هم نیول شوی، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.