په نیمروز ولایت کې لسګونه روږدي د درملنې لپاره راټول او ۱۲۰ نور تر رغېدو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
asfd

د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د دغه ولایت په مربوطاتو کې لسګونه روږدي راټول کړي او د درملنې په موخه یې د روږدو د درملنې مرکز ته ورپېژندلي دي.

همدارنګه، ۱۲۰ نور روږدي، چې د دغه ولایت د روږدو په سل بستریز روغتیایي مرکز کې یې درملنه بشپړه شوې وه، روغ شوي چې د ګومارل شوي پلاوي په حضور کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.