په نورستان او غزني ولایتونو کې د شرطې قانون او مسلکي وړتیاوو لوړولو ښوونیز سیمینارونه پای ته ورسېدل

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۴:۴۱
zZ

د نورستان ولایت د امنیې قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د شرطې قانون په اړه جوړ شوی لنډمهالی ښوونیز سیمینار، د یادې قومندانۍ د بېلابېلو برخو د ۹۳ تنو منسوبینو په ګډون پای ته ورسېد.

دغه راز، د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ ۱۸ تنه د شرطې قانون او مسلکي زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.

یاد سیمینارونه د منسوبینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د شرطې قانون له احکامو سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا او د دندو د ترسره کولو پر مهال د قانوني اصولو د سم تطبیق په موخه جوړ شوي وو.