په ننګرهار کې د لسګونو کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۲۷
sdfgg

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یو تن هغه مهال له ۶۷ کیلوګرامه شیشې او پنځه کیلوګرامه هیرویینو سره نیولی، چې یاد توکي یې په یوه سراچه موټر کې په مهارت ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې پاکستان ته یې قاچاق کړي.

نوموړی د یاد ولایت د دوربابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې له لوري پېژندل شوی او نیول شوی دی.