په ننګرهار کې د غلو یوه اته کسیزه ډله نیول شوي

د ننګرهار امنیې قومندانۍ پولیسو اته تنه هغه مهال ونیول چې یو عراده موټر یې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې غلا کړی و او په پرزو یې بدل کړی و.
له نیول شویو کسانو سره یوه عراده سوزوکی موټر او یوه اندازه د مختلفو موټرونو پرزې ترلاسه شوي دي.
نیول شوي کسان له لومړنیو پلټنو وروسته د پولیسو لخوا عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.