په ننګرهار ولایت کې ۵۰ زره نشه‌يي ټابلیټونه کشف او ونیول شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۳۵
ssdsdfg

د ننګرهار امنيه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د خپلو کشفي عملياتو په ترڅ کې دوه تنه له ۵۰ زره نشه يي ټابلیټونو سره، چې په يو موټر کې یې ځای پر ځای کړې وې، د جلال‌آباد ښار درېيمې ناحيې په مربوطاتو کې نيولي دي.

نيول شوي کسان به د لومړنيو څېړنو له بشپړېدو وروسته د لا زياتو قانوني اجراآتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.