په ننګرهار ولایت کې پر ۲۱۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول
په ننګرهار ولایت کې پر ۲۱۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول. دغه مرستې د امیرالمؤمنین حفظهالله د ځانګړي فرمان له مخې، د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري، د اړوندو ادارو د استازو په حضور کې ترسره شوې. په وېشل شویو توکو کې اوړه، غوړي، لوبیا، وریجې او مالګه شامل وو.
یادې مرستې هغو اړمنو کورنیو ته ووېشل شوې چې مخکې د موظفې کمېټې له خوا پېژندل شوې او بایومتریک شوې وې، او د یوه شفاف بهیر له لارې مستحقینو ته وسپارل شوې.