په ننګرهار ولایت کې اووه زره نشه‌يي ټابلیټونه کشف او ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
afd

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو، د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې څلور تنه له اووه زره  نشه‌یي ګولیو(ټابلیټونو) سره یوځای ونیول.

نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی چې د  دوسیو له جوړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.