په لغمان کې د ۳۲۷ کورنیو ترمنځ دښمنۍ ختمې شوې

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۱:۹
asdasd

په لغمان ولایت کې د دیني علماو، قومي مشرانو او سیمه‌ییزو چارواکو په منځګړیتوب، د تېرو یو کال په ترڅ کې د ۳۲۷ کورنیو ترمنځ پخوانۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.

یادې کورنۍ د مهترلام ښار او الینګار، دولت شاه، الیشنګ، قرغیو او بادپښ ولسوالیو پورې اړوند دي. په دغه شخړو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.

چارواکي دا پرمختګ د سولې او تفاهم مهم ګام ګڼي او له خلکو غواړي چې د شخړو پر ځای سوله او وروګلوي غوره کړي.