په لغمان کې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۵ تنه ونیول شول
د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۵ تنه نیولي دي.
له نیول شویو کسانو سره چرس، شیشه، هیرویین او یو شمېر نشهيي ټابلیټونه هم ترلاسه شوي دي.