په لغمان کې د دوه کورنیو ترمنځ ۲۱ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د داګیان په دره کې د دوه کورنیو ترمنځ ۲۱ کلنه دښمني د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو مسؤلینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده او په روغې جوړې بدله شوه.
په دې مراسمو کې چې سیمه ییز مسؤلین او قومي مشران حاضر وو، دواړو لورو یو بل ته غېږي ورکړي او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به په سوله، یووالي او ورورولۍ کې ژوند کوې.