په فراه کې نږدې دوه زره کیلوګرامه د نشهیي توکو کیمیاوي مواد کشف او وسوځول شول
د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ پولیسو د یو ځانګړي عملیات په ترڅ کې، د دې ولایت د بکواه ولسوالۍ د شاګي سیمه کې څلور تنه وسلوال کسان د یو زر او ۸۴۵ کیلوګرامه هغو توکو سره یوځای نیولي دي، چې د نشهیي توکو په پروسس او تولید کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
یاد توکي د دې ولایت د مسئولینو په شتون کې وسوځول شول او نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.