په فراه او بغلان ولایتونو کې نشه‌يي توکي او دوه میله وسلې کشف او ضبط شوې

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۴
adsfasf

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، د فراه ولایت د فراه‌رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۰ کیلوګرامه د «ایف» په نوم نشه‌يي توکي، د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه اندازه چرس او تریاک له دوه میله وسلو سره، او د بغلان ولایت په مربوطاتو کې یو کیلوګرام چرس کشف او ضبط کړي دي.

د یادو نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق او همدارنګه د ناقانونه وسلو د ساتلو په تړاو دوه تنه هم نیول شوي دي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.