په فاریاب کې ۶۳ امنیتي منسوبین د وړتیا لوړونې له سیمینار څخه فارغ شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۴:۳۸
asdfsaf

د فاریاب ولایت امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د یادې قوماندانۍ د قطعاتو او جزوتامونو د ډلګیو او بلوکونو قوماندانانو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ شوی و، چې د تصدیق‌لیکونو په وېشلو پای ته ورسېد.

دغه روزنیز پروګرام د امنیتي منسوبینو د مسلکي پوهې لوړولو، د امنیتي دندو د ښه ترسره کولو او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د نظم او ډسپلین د ټینګښت په موخه جوړ شوی و.