په فاریاب ولایت کې د امنیت د ټینګښت لپاره ۱۰۰ موټرسايکلونه وویشل شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۱۲
sdfasf

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ له لوري ۱۰۰ عراده موټرسايکلونه د یاد ولایت د ولسوالیو قوماندانیو او د جزوتامونو اړوندو قطعاتو ته وویشل شول.

د قومندانۍ مسؤلین وایي، دغه موټرسايکلونه د امنیتي ځواکونو د تحرک د زیاتولو، د ګزمو د آسانتیا، او په بېلابېلو سیمو کې د جنايي او امنیتي پېښو ته د چټک رسیدنې لپاره چمتو شوي دي.