په غزني، بدخشان او هلمند ولایتونو کې ۴۵۰ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو د جلا جلا اقداماتو په پایله کې، ۴۱۴ کیلوګرامه چرس د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې، ۲۶ کیلوګرامه تریاک د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې او ۱۰ کیلوګرامه شیشه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې کشف او ترلاسه کړل.
د یادو پېښو په تړاو درې تنه نیول شوې چې د لومړنیو دوسیو له جوړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.