په زابل کې ۱۵۹ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط شول
د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د لویې لارې د ساتنې کنډک امنیتي منسوبینو د یوه کشفي عملیات په ترڅ کې، په یوه امنیتي پوسته کې د تلاشۍ پر مهال ۱۵۹ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.
د دې قضیې په تړاو درې تنه هم نیول شوي، چې تر څېړنو بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.