په زابل کې د سلګونو کیلوګرامه اومانو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یو تن د ۶۷۵ کیلوګرامه ومانو بوټو د قاچاق په تړاو نیولی دی. دغه بوټي د نشهيي توکو په جوړولو کې کارول کېږي، چې د پولیسو له لوري کشف او ضبط شوي دي.