په خوست کې لس عرادې غلا شوي موټرسايکلونه کشف شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۱۱
asdfadf

د خوست ولایت د امنیې قومندانۍ د شرطې ځواکونو د دغه ولایت په مرکز کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې لس عرادې غلا شوي موټرسايکلونه کشف او د پیښې په تړاو یې درې تنه نیولي دي.
د خوست ولایت د امنیې قومندانۍ مسؤولین له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې موټرسايکلونه یې ورک شوي یا غلا شوي دي، غوښتنه کوي چې د معتبرو اسنادو او شواهدو په وړاندې کولو سره د جنایي جرمونو پر وړاندې مبارزې مدیریت ته مراجعه وکړي او خپل موټرسايکلونه ترلاسه کړي.