په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ دوښمني پای ته ورسېده
د خوست ولایت مرکز ټنډي پیرانو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ دوه کلنه دوښمني، چې پکې دوه تنه وژل شوي وو، د ولایتي ادارې او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده او په دوستۍ بدله شوه.
د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني وویل، د اسلامي امارت د سولې پالیسۍ له مخې دا ډول شخړې هواریږي او په همدې موخه ځانګړی کمیسیون جوړ شوی چې تر دې دمه یې لسګونه شخړې حل کړې دي.
د شخړو د مخنیوي کمېسیون مسؤل میا محمد ولي صدیقي وویل، دا د دوی له لوري حل شوې پنځه پنځوسمه شخړه ده. دواړو کورنیو د پریکړې هرکلی وکړ او د ولایتي ادارې له هڅو یې مننه وکړه.