په خوست امنیه قوماندانۍ کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو لپاره لنډمهاله روزنیز سمینار پای ته ورسېد

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۲۷
fasdfasdf

د خوست امنیې قوماندانۍ د میلمستون په تالار کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو لپاره د «کریمنال تخنیک» د اساساتو په برخه کې لنډمهاله روزنیز سمینار پای ته ورسېد. په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویناوالو د جرمونو په مخنیوي، کشف او د امنیت په ټینګښت کې د منسوبینو پر مسؤولیت او د روزنیزو زده‌کړو پر عملي پلي کولو ټینګار وکړ.

په دغه روزنیز سمینار کې د خوست امنیې قوماندانۍ، امنیتي حوزو او ولسوالیو امنیه قوماندانیو لسګونو منسوبینو ته د کریمنال تخنیک د اساساتو او اړوندو مسلکي موضوعاتو په برخه کې روزنه ورکړل شوه. د یاد سمینار موخه د منسوبینو د مسلکي ظرفیت لوړول، د جرمونو د مخنیوي او کشف په برخه کې د هغوی د مهارتونو پیاوړتیا او د غوره امنیتي خدمتونو وړاندې کول وو.