په خوست، بادغیس او لوګر ولایتونو کې له سلګونو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۲۷
sdafsaf

د خوست، بادغیس او لوګر امنیه قوماندانيو له لوري له سلګونو اړمنو او سوالګرو کورنیو سره، چې تر دې وړاندې مستحقې پېژندل شوې وې، څه باندې څلور میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه. د معلوماتو له مخې، په خوست ولایت کې ۲۹۲ کورنیو، په بادغیس کې ۲۴۸ کورنیو او په لوګر ولایت کې ۵۰ نورو کورنیو د پولیسو له لوري نغدي مرستې ترلاسه کړې. دغه اقدامات د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ او د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ترسره شوي او دوام به ولري.