په جوزجان ولایت کې د الکولي مشروباتو د تولید دوه کارخانې کشف او له منځه یووړل شوې

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۵
asdfasf

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د شبرغان ښار په اړوندو سیمو کې د عملیاتو پر مهال د الکولي مشروباتو د تولید دوه کارخانې کشف او سوځولې دي.

په دغو عملیاتو کې ۱۶۵ لیتره شراب، ۹۱۱ لیتره خمیره شوي انګور او لسګونه د نشه‌يي تابلیتونو ګولۍ هم کشف شوې دي.

د یادې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.