په تخار کې د ۲۸۹ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۶ تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ځانګړو قطعاتو منسوبینو په تخار ولایت کې د کشفي عملیاتو پر مهال، ۵ تنه له ۱۸۸ کیلوګرامه نشه يي توکو سره په بنګي ولسوالۍ کې او یو بل تن له ۱۰۱ کیلوګرامه نشه يي توکو سره د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې نیولي دي.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.