په بغلان کې پر نږدې ۳۰۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۴:۱۵
zC


د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ په دغه ولایت کې پر ۲۹۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو نغدي مرستې ووېشلې.
​د مسؤلینو په وینا، په دې کمپاین کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۵،۰۰۰ (پینځه زره) افغانۍ په نغدي توګه ورکړل شوې دي. دغه کورنۍ تر دې وړاندې په ولایت کې د ګمارل شوې ځانګړې کمېټې له خوا سروې او د مرستې مستحقې پېژندل شوې وې.