په بغلان کې د ۶۱ کیلو ګرامو تریاکو مخنیوی وشو

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۴۲
asdfasf

د بغلان امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یو پلټونکي عملیات په مهال ۳ تنه د ۴۴ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو د دغه ولایت په جلګه ولسوالۍ کې نیولي دي.
په ورته وخت کې، یو تن چې غوښتل يې ۱۷ کیلو ګرامه تریاکه د دغه ولایت له مرکز پلخمري څخه کابل ته قاچاق کړي د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی. 
نیول شوي کسان به د لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.