په بدخشان ولایت کې ۱۴۳ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۳۳
asdff

​د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د ارګو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو لړ هدفي عملیاتو پر مهال ۱۴۳ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.
د یادو توکو د قاچاق په تړاو یو تن هم نیول شوی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.