په بدخشان او نیمروز ولایتونو کې ۳۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۶
sdfs

د کورنیو چارو وزارت اړوندوامنیتي ځواکونو، په بدخشان او نیمروز ولایتونو کې ۳۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ امنیتي منسوبینو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې ۲۲ تنه د قتل، غلا، د نشه‌يي توکو د قاچاق او اخلاقي فساد په تړاو نیولي دي.

همداراز، د شهربزرګ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو هغه کس هم پېژندلی او نیولی چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ د آبګنده سیمې د یوه اوسېدونکي په قتل تورن و.

په ورته مهال، د نیمروز امنیې قوماندانۍ کشفي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دغه ولایت د قلعه چهل په سیمه کې ۱۲ تنه د ناقانونه کیندنو په تړاو نیولي دي.

له یادو کسانو څخه درې عرادې موټر او د کیندنې یو شمېر وسایل هم ترلاسه شوي دي.