په اسلام کلا بندر کې د ۲۵۰ زرو امریکایي ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۲۰
dasfsaf

د سرحدي شرطې ځواکونو په اسلام کلا بندر کې د نږدې ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه هغه مهال ونیوله، چې یو تن غوښتل یادې پیسې په ناقانونه توګه ایران هېواد ته ولېږدوي. نیول شوی کس له ترلاسه شویو پیسو سره یوځای د قانوني اجراآتو د بشپړولو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوی دی. مسوولینو ټینګار کړی چې د هېواد په بندرونو کې د مالي سرغړونو او قاچاق د مخنیوي لپاره خپلې هڅې په جدي توګه جاري ساتي.