پنځو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۱۸ تنه ونیول شوه

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په اوو ولایتونو کې د غلا، قتل، عامه نظم ګډوډولو او ځنګلو وهلو په تړاو ۱۸ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي. له منځه یې، اته تنه د طبیعي ځنګلونو د وهلو په تړاو په ننګرهار، شپږ تنه د عامه نظم ګدوډولو په تړاو په کندوز او دوه تنه نور د قتل په تړاو په غزني او بلخ ولایتونو کې نیول شوي دي.