پنځه تنه د وسایطو د غلا په تور ونیول شول.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت په اومه ناحیه کې درې تنه د دوه عرادې رېکشاوو د غلا په تور نیولي.
همداراز دوه تنه د دوه عراده وسایطو د غلا په تور له هلمند او سمنګانو ولایتونو نیول شوي دي.
غلا شوي وسایط د پولیسو له خوا بېرته خپلو مالکینو ته سپارل شوي دي.