پنجشیر کې له څو میاشتو راهیسې سلګونه پخواني منسوبین خپلو کورونو ته ستانه شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۵:۹
sfsfff


د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم وایي، له تېرو څو میاشتو راهیسې له بهر څخه ۵۰۰ هیوادوال پنجشیر ته راغلي او له هیڅ ډول ویرې پرته خپل ژوند تېروي.

نوموړی وایي، ډیری راستانه شویو ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې او هم هغه ځوانانو چې له دې وروسته هیواد ته راستنیږي د کار زمینه ورته برابروي.

ورته مهال د پنجشیر امنیتي مسؤلین ډاډ ورکوي او وایي چې، هر چا چې له هیواد بهر په هر نوم ژوند کړی وي، کولی شي له هیڅ ډول ویرې پرته هیواد ته را وګرځي او ارام ژوند وکړي.

په همدي حال کې پنجشیر کې راستانه شوي هیوادوال وایي چې، په پنجشیر کې له سرتاسري امنیت خوښ دي او وایي چې له هیواد څخه د وتلو او بېرته راستنېدو پورې یې هېڅ چا پوښتنه نه وه کړې.
دوی وایي چې په پنجشیر کې ورته ځانګړې پاملرنه وشوه.