پنجشیر کې د والي په منځګړتوب د ۲۲ کلنې دوښمنۍ روغه وشوه

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم وویل، چې د اسلام مبارک دین د ورورګلوۍ دین دی او ددې مبارک دین په رڼا کې د نظام مشران هره مسله د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حلوي چې باید درناوی یې وشي.
د قضيې دواړو غاړو د سيمه ييزو مسوولينو د روغې له جرګې مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې له دې وروسته به له هر ډول کرکې او دښمنۍ ډډه کوي او د وروۍ ژوند به کوي.