پر کابل ښار درې ډزه مزاییل توغول شوي

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۹ - ۹:۲۴

ترهګرو نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار د څلورمې ناحیه له اړوند درېیم پروان سیمې څخه درې ډزه مزاییل توغولي، چې د لومړۍ ناحیې په باغ علي مردان او حضوري چمن او همدارنګه د دویمې ناحیې اړوند سيمه کې د بشري سرچينو په يوې ودانۍ لګېدلي دي. 
ترهګرو یاد مزاییل په یو عراده کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو. 
د یادونې وړ ده چې په دې بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی.