پر زرغون بهیر دفتر د برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه!

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۹:۴۵
d

تېر مازدیګر شاوخوا ۰۴:۴۰ دقیقې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو د کابل ښار د  څلورمې حوزې په اړوند سیمه کې د زرغون بهیر دفتر مخې ته موټر بم چاودنه وکړه او له هغې وروسته یې په وسله واله نښته لاس پورې کړ.
د پېښې سیمې ته د ملي پولیسو د ۲۲۲ ځانګړې قطعې ځواکونو په رسېدو سره سیمه کلابنده او برید د درېیو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
د دې برید په ترڅ کې ۱۶ ملکیان او څلور تنه د زرغون بهیر دفتر ساتونکي شهیدان شوي او ۵۰ ملکیان ټپیان دي او همداراز ځانګړو ځواکونو څه باندې ۱۵۰ تنه د پېښې له سیمې ژغورلي دي.
ملکي وژنه او پر ملکي مېشتو سیمو برید جنګي جنایت دی او ترهګر د دې جنایت په تکرار سره خپله ناوړه څېره ښکاروي.
د دې پېښې په اړه د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ د جدي څېړنو هدایت ورکړی دی.
د افغانستان دښمنان غواړي چې د داسې بزدلانه اعمالو په ترسراوي سره د ټاکنو ملي پروسه چې د افغانانو راتلوونکی ورپورې تړلی دی، زیانمنه کړي او ملي امنیتي ځواکونه به هېڅکله ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي.