پروان کې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

تېره ورځ د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په جبل السراج ولسوالۍ کې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي د چرسو له ډوله دي، چې په یو عراده بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو غوښتل چې نشه يي توکي له شمالي ولایتونو څخه ننګرهار ته ولېږدوي.
دا پداسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم پروان کې دوه تنه د لسو کیلو ګرامو هیرویینو د قاچاق په تړاو نیول شوي وو.