پروان کې ۱۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۱:۱۱

تېره ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ۳ پاکستاني ترهګرو په شمول ۱۲ طالبان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي. 
امنیتي او دفاعي ځواکونو ترهګرو طالبانو ته تر غاښ ماتوونکي ځواب وروسته یاده سیمه پاکه کړې ده.