پروان کې یو ډېر شمېر چاودېدونکي توکي کشف  شول.

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۰ - ۱۵:۱۵
01

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د چاریکار ښار له اړوند سیمو ۴۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړل.
له کشف شویو چاودېدونکو توکو د ماینونو په جوړولو کې ګټنه کېده.
د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.
یادو توکو ته تېره شپه د چاریکار ښار په اړوند سیمو کې چاودنه ورکړل شوه.