پروان کې یو تن د ملکي کسانو د ټپي کولو په تور نیول شوی.
د پروان ولایت د مرکز په قلعچې کلي کې د ملي پولیسو له خوا یو تن چې د یاد کلي د مېشتو په ځورولو یې لاس پوره کوه او درې تنه یې د وسلې په وسیله ژوبل کړي وو؛ ونیول شو.
له نیول شوي کس څخه یو میل کلاشینکوف او یو شمېر نور پوځي مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.