پروان کې څه باندې نهه کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۰ - ۱۳:۳۷
y

تېره ورځ د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې څه باندې نهه کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
ضبط شوي نشه يي توکي د چرسو او هیرویینو له ډوله دي، چې د سالنګ ولسوالۍ او جبل السراج ولسوالۍ له اړوند سیمو نیول شوي دي.
د دې قضیې په تړاو دوه تنه تورن کسان هم نیول شوي دي.