پروان کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی.

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د بګرام ولسوالۍ له لویې لارې یو کړۍ ماین کشف او شنډ کړ.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د ترهګریزو پېښو او ملکي مرګ ژوبلې په موخه پر عمومي سړک ونه کې ځای پر ځای کړی و.
په همدې حال کې د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو یو کړۍ ریموټ کنټرول ماین هم په غوربند ولسوالۍ کې کشف او شنډ کړ.